په مسکو کې تېر برید؛ روسي پلټونکي د بریدګرو له کورنیو پوښتنې کوي
العربیه خبر ورکړی، چې د تاجکستان امنیتي چارواکو په مسکو کې د برید کوونکو مشکوکو کسانو کورنۍ د دغه هېواد له بېلابېلو سیمو څخه پلازمېنې دوشنبې ته انتقال کړې دي.
یادې رسنۍ د تاجکستان د امنیتي سرچینو له قوله ویلي ، چې روسي پلټونکي د سه شنبې په ورځ د مارچ په ۲۶ مه دغه هېواد ته رسېدلي ترڅو مسکو ته نږدې د کنسرت په تالار د وژونکي برید د څلورو تورنو کسانو له کورنیو څخه پوښتنې وکړي.
د یادونې وړ ده، چې په مسکو کې څو ورځو وړاندې برید کې ۱۳۹ کسان ووژل شول او له برید وروسته روسي پوځیانو په دې تړاو ۱۱ کسان نیولي چې ۴ یې په مستقیم ډول د یاد برید تر سره کوونکي تاجکستاني وګړي دي.
په ورته مهال د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین ویلي، چې د برید عاملین له اوکرایين سره اړیکې لري هغه څه چې کېف یې په کلکه ردوي.