پاکستاني پلاوي سره د دواړو هېوادونو ترمنځ په شته ستونزو او حل لارو خبرې وشوې

پاکستاني پلاوي سره د دواړو هېوادونو ترمنځ په شته ستونزو او حل لارو خبرې وشوې سیاست
شته ستونزو د حل په موخه په ګډه او مخلصانه ډول اقدامات وشي

د افغانستان د اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزیر مولوي امیرخان متقي په کابل کې د پاکستان د سوداګرۍ وزارت له مرستیال محمدخرم اغا او ورسره مل پلاوي کتلي دي. 

په دې کتنه کې دواړو لوریو د سوداګریزو، ټرانزیټي او اقتصادي اړیکو په پیاوړتیا او د دواړو هېوادونو ترمنځ د شته ستونزو په حل لارو خبرې اترې کړې دي. 

د بهرنیو چارو وزیر مولوي امیرخان متقي په دې کتنه کې ویلي، چې د سوداګرۍ او ټرانزيټ په برخه کې دې د شته ستونزو د حل په موخه په ګډه او مخلصانه ډول اقدامات وشي. 

بلخوا د پاکستان پلاوي ویلي، د افغانستان صنعت او سوداګرۍ وزارت له مسئولینو سره په خبرو بوخت دي او هیله یې ښودلې چې په لنډ وخت کې به یادو برخو کې شته ستونزو ته د امکان تربریده حل لارې ومومي. 

همداراز په دې کتنه کې دواړو لوریو د سوداګریزو او ټرانزیټي اړیکو د پراختیا او پیاوړتیا ترڅنګ د ډیورنډ پر فرضي کرښه په عبوري لارو کې د مسافرو، ناروغانو او سوداګرو د تګ راتګ په اړه هم د اسانتیاوو په رامنځته کولو ټینګار کړی دی.

تړلي موضوعات