یوناما مشرې کورنیو چارو وزارت مرستیال سره په امنیتي وضعیت خبرې کړې

   یوناما مشرې کورنیو چارو وزارت مرستیال سره په امنیتي وضعیت خبرې کړې افغانستان
د افغانستان کورنیو چارو زوارت مرستیال د یوناما مشرې سره کتلي

افغانستان کې د ملګرو ملتونو سیاسي استازولۍ یا یوناما مشرې رزا اوتونبایوا د کورنیو چارو وزارت مرستیال محمدنبي عمري سره په روان امنیتي وضعیت خبرې کړې دي.

د کورنیو چارو وزارت ویاند مفتي عبدالمتین قانع ویلي، دې کتنه کې دواړو لوریو د افغانستان امنیتي وضعیت په اړه نظرونه تبادله کړي.

دې کتنه کې د لا ثبات او ګډو همکاریو پر دوام ټینګار شوی دی.

یوناما داسې مهال اسلامي امارت چارواکو سره د امنیتي وضعیت په اړه خبرې کوي، چې نږدې تېرو څلور کلونو کې افغانستان له څلور لسیزو جګړو وروسته بشپړ امنیت تجربه کوي.

تړلي موضوعات