د روسیې د امنیت شورا مرستیال د تیرې شپې د برید عاملین په مرګ ګواښلي

د روسیې د امنیت شورا مرستیال د تیرې شپې د برید عاملین په مرګ ګواښلي سیمه
ښایي د مړینې په شمېر کې زیاتوالی راشي

د روسیې د ملي امنیت د شورا مرستیال دیمتري مدودوف په مسکو کې د تیرې شپې د برید عاملین په مرګ ګواښلي او ویلي یې دي، چې تروریستان یواځې د زور په ژبه پوهیږي. 

نوموړي زیاته کړې، که ثابته شي، چې برید کوونکي د کیف له رژیم سره تړاو لري، روسیه به دوی او مسؤولین یې له مینځه یوسي. 

په ورته مهال د فرانسې خبري آژانس ویلي، چې تر اوسه د روسیې د پولیسو له لوري د دغه برید په تړاو ۱۱ شکمن کسان نیول شوي، چې ۴ تنه یې په مستقیم ډول د دغه برید عاملان دي. 

د یادونې وړ ده، چې د روسیې د پلازمېنې مسکو ښار په کراسنوګورسک سیمه کې تېره شپه یوې وسله والې ډلې له لوري په یوه کنسرټ برید کې ۹۳ کسان وژل شوي او له ۱۱۵ زیات ټپيان دي، چې ښایي د مړینې په شمېر کې زیاتوالی راشي.

تړلي موضوعات