د سیمې امنیت او ثبات د چین په ګډون د ټولو هېوادونو په ګټه دی

د سیمې امنیت او ثبات د چین په ګډون د ټولو هېوادونو په ګټه دی سیاست
نه غواړي چې هېڅ لوري سره یې اړیکې ترینګلې شي

په کابل کې د چین سفیر د بهرنیو چارو وزارت له مرستیال مولوي رحمت الحق ُفضیل سره په کتنه کې د سیمې په امنیت او ثبات خبرې کړې دي. 

په دې کتنه کې د چین سفیر ژاوشینګ ویلي، د سیمې امنیت او ثبات د چین په ګډون د ټولو هېوادونو په ګټه دی او په دې برخه کې به خپلو هڅو ته دوام وکړي. 

بلخوا د بهرنیو چارو وزارت مرستیال مولوي رحمت الحق ُفضیل ویلي، اسلامي امارت له چین سره اړیکو ته ځانګړی اهمیت ورکوي او د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو د لاپراختیا هڅې کوي. 

ښاغلي ُفضیل د پاکستان له لوري د افغانستان په حریم د تجاوز په اړه د چین لوري ته تفصیلي معلومات ورکړي چې په خبره یې داسلامي امارت تګلاره د سیمې او له ټولې نړۍ سره د مثبتو اړیکو تګلاره ده او نه غواړي، چې هېڅ لوري سره یې اړیکې ترینګلې شي.‏

تړلي موضوعات