پر غزې د اسرائیلي یرغل دوام؛ د پناه اخیستونکو پر لوی رفح ښار بریدونه پیل شوي

پر غزې د اسرائیلي یرغل دوام؛ د پناه اخیستونکو پر لوی رفح ښار بریدونه پیل شوي نړۍ
غزه د خوراکي توکو له جدي قحطۍ سره مخ ده

ټي ار ټي رسنۍ د فلسطین ځايي مسؤلینو له قوله خبر ورکړی، چې صهیونیستي رژیم د غزې تړانګې په جنوبي ښار رفح هم عملیات پیل کړي، چې پکې له روان یرغل څخه په میلیونونو فلسطیني مسلمانانو پنا اخیستې ده.

ټي ار ټي د فلسطین ځايي مسؤلینو له قوله زیاتوي، چې اشغالګرو تېره شپه په دې ښار په لومړني برید کې د ښځو او ماشومانو په ګډون ۱۴ تنه شهیدان کړي.

اسرائیلي اشغالګرو په رفح ښار د بریدونو پیل د نړېوالو غبرګونونو له امله نه دی اعلان کړی، خو د اسرائیلو لومړي وزیر د روانې مارچ په پنځلسمه د رفح ښار په جنوبي برخو د پوځي عملیاتو د پلان منظورېدو خبر ورکړی و. 

د یادونې وړ ده، چې په غزې د اسرائيلو د روان یرغل په پایله کې ۳۱ زره ۸۱۹ تنه فلسطیني مسلمانان شهیدان شوي او دغه راز د خوراکي توکو د کمښت او لوږې له امله هم دوه لویان او ۲۸ ماشومانو شهیدان شوي او ټوله غزه د خوراکي توکو له جدي قحطۍ سره مخ ده.

تړلي موضوعات