کورنیو چارو وزیر د اذربایجان سفیر سره تعارفي ناسته کړې

کورنیو چارو وزیر د اذربایجان سفیر سره تعارفي ناسته کړې سیاست
دواړه هېوادونه په دیني او فرهنګي برخو کې ډېر شمېر ګډ ارزښتونه لري

د کورنیو چارو وزارت خبر ورکړی، چې خلیفه سراج الدین حقاني په کابل کې د اذربایجان سفیر الهام محمدوف سره تعرفي ناسته کړې.

په دې کتنه کې خلیفه سراج الدین حقاني په کابل کې د اذربایجان سفارت پرانېستلو هرکلی کړی او د دواړو هېوادونو اړیکې یې دیني، سیاسي او فرهنګي ارزښتونو پر بنسټ ولاړې بللې دي او د لا پراختیا هيله یې کړې ده.

په دې ناسته کې د اذربایجان سفیر په کابل کې د یاد هېواد سفارت پرانېستل د دواړو هېوادونو ترمنځ تاریخي اقدام یاد کړی په خبره یې، دواړه هېوادونه په دیني او فرهنګي برخو کې ډېر شمېر ګډ ارزښتونه لري.

ښاغلي محمدوف افغانستان کې خوندي امنیت او له نشه یي توکو سره بریالۍ مبارزه د افغان حکومت لویې لاسته راوړنې یادې کړي او په یادو برخو کې یې د اسلامي امارت هڅې ستایلې دي.

تړلي موضوعات