د دوه اړخیزو اړیکو په برخو کې همکارۍ ته چمتو یو

د دوه اړخیزو اړیکو په برخو کې همکارۍ ته چمتو یو سیاست
نوموړې له افغانستان سره د ایټالیا د مرستو پر دوام ټینګار کړی دی

په افغانستان کې د ایټالیا سفیرې ناتالیا کوینتاوېل د ریاست الوزراء اداري مرستیال سره کتنه کې ویلي، په افغانستان کې د پروژو د عملي کولو غوښتونکې ده او د روغتیا، اوبو، حفظ الصحې او دوه اړخیزو اړيکو په برخه کې همکارۍ ته چمتو ده.

دغه راز نوموړې له افغانستان سره د ایټالیا د مرستو پر دوام ټینګار کړی دی.

بلخوا په دې کتنه کې د ریاست الوزراء اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي ویلي، اسلامي امارت د تعامل او متقابل درناوي پر بنسټ د اروپایي او نړۍ له نورو هېوادونو سره د نېکو اړیکو غوښتونکی دی او په افغانستان کې د ټولو پانګونو هرکلی کوي.

مولوي عبدالسلام حنفي، په هېواد کې بشپړ امنیت، نشه یي توکي او فساد له منځه وړل د اسلامي امارت له لاسته راوړنو څخه یاد کړل او ډاډ یې ورکړ، چې هیڅ شخص یا هېواد ته اجازه نه ورکوي څو د افغانستان خاوره د نورو هېوادونو د امنیت پر خلاف وکاروي.

تړلي موضوعات