امریکا او بریتانیا د یمن په لویدیځ حدیده کې د حوثیانو پر مرکزونو شپږ بریدونه کړي

امریکا او بریتانیا د یمن په لویدیځ حدیده کې د حوثیانو پر مرکزونو شپږ بریدونه کړي نړۍ
د نړیوال سمندري اتحاد مشري کوي

د حوثيانو تر څارنې لاندې المسیره ټلوېزیوني چینل خبر ورکړی، چې امریکا او انګلستان د الحدیده ښار په لویدیځه برخه او د یمن د الجبانه ولسوالۍ په الفضه سیمو شپږ بریدونه کړي دي.

سور سمندر د منځني ختیځ، افریقا او اروپا ترمنځ د انټرنېټ ټرافیک لپاره لویه لاره ګڼل کېږي. د انټرکانټینینټل ډیټا ۹۹سلنه د بحر لاندې ایښودل شوي کېبلونو له لارې لیږدول کېږي.

حوثيان وايي، دوی له غزې سره د پیوستون د څرګندولو لپاره د اسرائیلو ملکیت یا د اسرائیلو له خوا کارېدونکې کښتۍ په نښه کوي چې له سرې بحیرې څخه تېریږي.

د حوثیانو مشر عبدالمالک الحوثي ویلي، چې دوی به د اسرائیلو سره تړلې سمندري کښتیو په نښه کولو لپاره خپل عملیات پراخ کړي. 

امریکا په دې ستراتیژیکه سیمه کې د سمندري نیویګیشن د ساتنې په هدف سره د نړیوال سمندري اتحاد مشري کوي.

له دې سیمې څخه د نړۍ ۱۲ سلنه تجارت تېریږي. د جنورۍ له ۱۲مې راهیسې، امریکا او برتانیې د حوثي ډلې د کمزوري کولو او د هغوی د خوځښتونو د محدودولو په هدف بریدونه پیل کړي دي.

تړلي موضوعات