ازبکستاني پلاوي سره د اقتصادي اړیکو په پیاوړتیا غونډه شوې
د ټرانسپورټ او هوایي چلند وزارت وایي، د اسلامي امارت او ازبکستاني پلاوي ترمنځ د اقتصادي اړیکو پیاوړتیا په اړه ګډه ناسته شوې.
دغه غونډه چې د بلخ ولایت په حیرتان کې شوې د ریاست الوزراء د اقتصادي معاونیت، صنعت او سوداګرۍ، مالیې، بهرنیو چارو، کانونو او پټرولیم وزارتونو او اوسپنې پټلۍ ادارې پلاوو او د ازبکستان یو ګډ پلاوي په کې ګډون کړی دی.
په دې غونډه کې د بین المللي ټرانسپورټ په برخه کې د څو اړخیزو همکاریو په پراختیا، د افغانستان موټرچلوونکو ته د ویزو د ورکړې پروسې پر چټګتیا او ځینو نورو موضوعاتو خبرې شوې دي.
د یادونې ده، چې اسلامي امارت هڅه کوي د هېواد تولیدي توکي دمنځنۍ اسیا هېوادونو له لارې د نړۍ مارکیټونو ته ورسوي او د هېواد په اقتصادي برخه کې تحول رامنځته کړي.