پاکستان نور پور غواړي؛ IMF پلاوی هلته سفر کوي

پاکستان نور پور غواړي؛ IMF پلاوی هلته سفر کوي سیمه
دغه خبرې د مارچ تر ۱۸ مې دوام ولري

پاکستاني رسنۍ خبر ورکوي، چې د IMF دغه پلاوی د پاکستان د اقتصادي وضعیت د څېړنې او د دې هېواد خزانې وزارت ته د نورو پورونو د ورکړې  په اړه سفر کوي. 

نیو نیوز پاکستانۍ خبري شبکې ویلي، چې د IMF یاد پلاوی به سبا د پاکستان د خزانې وزارت له چارواکو سره د دوهمې ورځې مذاکرات پیل کړي، چې ټاکل شوې دغه خبرې د مارچ تر ۱۸ مې دوام ولري. 

یادې رسنۍ زیاته کړې، که د پاکستاني چارواکو له لوري د IMF له پلاوي سره دغه خبرې بریالۍ شي، نو پاکستان به په لومړي قسط کې د پیسو له نړېوال صندوق څخه نور ۱ میلیارد او ۱۰ میلیونه ډالره پور ترلاسه کړي. 

د پاکستان مرکزي بانک د تېرې جمعې په ورځ په یوه خبرپاڼه کې ویلي و، چې اوس مهال په پاکستان د نړېوالو پورونه ۶۵ زره میلیارده پاکستانیو کالدارو ته رسېږي، چې نږدې ۲۳۳ میلیارده ډالره کېږي.

تړلي موضوعات