سویس له افغانانو سره ۱.۷ میلیونه ډالر مرسته کړې
د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ ادارې یا اوچا خبر ورکړی، چې سویس هېواد د افغانستان له خلکو سره د کمک په موخه د دغه هېواد د بشر دوستانه مرستو صندوق سره ۱.۷ میلیون ډالره مرسته کړې ده.
اوچا سویس هېواد د افغانستان د بشري مرستو صندوق سره څو کلن ملاتړی هېواد بللی او ویلي یې دي، چې له ۲۰۱۶ زېږدیز کال څخه یې تر دې مهاله له یاد صندوق سره ۱۹.۷ میلیون ډالره مرسته کړې ده.
ټاکل شوې دغه نغدي مرسته د ۲۰۲۴ کال په جریان کې د افغانستان خلکو ته ورسېږي، خو تر اوسه نه ده روښانه شوې، چې یاده مرسته به څومره خلکو ته ورسېږي.
د یادونې ده، چې وړاندې اسلامي امارت پر بهرنیو مرسته کوونکو هېوادونو او بنسټونو غږ کړی و، چې د افغانستان له خلکو سره مرسته کوونکې پیسې مستقیم افغان حکومت ته وسپاري، تر څو په شفاف او اغېزمن ډول تر اړمنو کسانو پورې ورسېږي او دې برخه کې د فساد مخنیوی وشي.