مالیزیا کې افغان سفیر له یو شمیر افغان استادانو او محصلینو سره کتنه کړې

مالیزیا کې افغان سفیر له یو شمیر افغان استادانو او محصلینو سره کتنه کړې افغانستان
د سفارت دروازې د هر افغان پر مخ پرانیستي دي

په مالیزیا کې د افغانستان د اسلامي امارت سفیر نقیب الله احمدي په یاد هېواد کې د افغانستان د ګڼو پوهنتونونو له استادانو سره چې د ماسټرې او دوکتورا لپاره تللي کتلي دي. 

په دې کتنه کې ښاغلي نقیب الله احمدي ویلي، په مالیزیا کې هر مېشت افغان دې پرته له کوم توپیره سفارت خپل کور وګڼي او هر راز ستونزه دې ور سره شریکه کړي. 

نوموړي زیاته کړې، یاد سفارت د ټولو افغانانو ګډ کور دی او د سفارت دروازې د هر افغان پر مخ پرانیستي دي. 

افغان سفیر په مالیزیا کې له مېشتو افغان استادانو غوښتي، چې مالیزیا کې د پرمختلليو سیستمونو تحقیق وکړي تر څو د افغانستان په جوړولو کې ترې استفاده وکړي.

تړلي موضوعات