سږ کال ۹۰ زره نوي زده کوونکي ښوونځیو ته جذب شوي
د هرات ولایت د پوهنې ریاست خبر ورکوي، چې د راتلونکي ۱۴۰۳ زده کړه ییز کال لپاره ددې ولایت په مرکز او ولسوالیو کې تر ۹۰ زره پورې نوي زده کوونکي جذب شوي دي.
د هرات د پوهنې ریاست رئیس رحمت الله جابر ویلي، د دې ولایت په ټولو ښوونځیو کې ۹ سوه زره زده کوونکي په زده کړو بوخت دي، چې ۴۵ سلنه یې نجونې تشکیلوي.
ښاغلي جابر زیاته کړې، چې په هرات کې د ښوونکو ۴ زره بستونه خالي دي او په ځینو ولسوالیو کې د پوهنې برخې د خدمت په موخه د ښوونکو جذب ته اړتیا لري.