جاپان او ترکیه ۶۰ کسانو ته د طبیعي پېښو د مدیریت په اړه روزنه ورکوي

جاپان او ترکیه ۶۰ کسانو ته د طبیعي پېښو د مدیریت په اړه روزنه ورکوي افغانستان
طبیعي پېښو د غوره مدیریت په برخه کې روزنه ورکړي

پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزارت یو تخنیکي پلاوي په ترکیه کې د یاد هیواد بهرنیو چارو وزارت د خیریې مؤسسې TIKA ، د ترکیې د پیښو پر وړاندې د مبارزې وزارت د بهرنیو اړیکو رئیس او د JICA د جاپان د بهرنیو چارو وزارت د خیریه مؤسسې له استازو سره درې اړخیزه ناسته کې ګډون او خبرې کړي. 

پېښو ته د رسیدو په چارو کې د دولت وزارت ویلي، په دې ناسته کې په درې اړخیزو همکاریو خبرې شوي او یاد سازمانونه به د راتلونکو درې کلونو په موده کې د دې وزارت ۶۰ کسانو ته د طبیعي پېښو د غوره مدیریت په برخه کې روزنه ورکړي. 

د یادونې وړ ده، چې په دې ناسته کې په بشري مرستو او د تخنیکي همکاریو په اړه هم خبرې شوي او افغان پلاوي ته د یادو سازمانونو له لوري په بیلابیلو برخو کې د هر اړخیزې همکارۍ ډاډ ورکړی دی.

تړلي موضوعات