د ا.ا رهبري دې پراختیایي پروژو ته ځانګړې پاملرنه وکړي

د ا.ا رهبري دې پراختیایي پروژو ته ځانګړې پاملرنه وکړي افغانستان
عامه افکارو تنویر په برخو کې د علماوو او مشرانو رول مهم دی

یو شمېر دیني عالمانو د ریاست الوزراء له اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي سره په کتنه کې ویلي، د اسلامي امارت رهبري دې د کارموندنې ترڅنګ د هېواد په بېلابېلو برخو کې پراختیایي پروژو ته ځانګړې پاملرنه وکړي. 

دغو عالمانو په هېواد کې د سراسري امنیت ټینګښت او په هېواد کې د اداري فساد په له منځه وړلو کې د اسلامي امارت هڅې ستایلې او غوښتنه یې کړې، چې په لرې پرتو سیمو کې دې د ښوونځیو، مدرسو او دارالایتامونو جوړولو لپاره لا زیات کار وشي. 

بلخوا د ریاست الوزراء اداري مرستیال مولوي عبدالسلام په دې کتنه کې د بېلابېلو اقشارو ترمنځ د یووالي، پیاوړتیا او عامه افکارو تنویر په برخو کې د علماوو او مشرانو رول مهم بللی دی. 

مولوي عبدالسلام حنفي ویلي، خلکو ته د لازمو اسانتیاوو رامنځته کول او انکشافي پروژو تطبیق د اسلامي امارت ژمنې دي او په دې برخه کې به هیڅ ډول هڅې درېغ نه کړي.

تړلي موضوعات