په چین کې افغان سفیر بیجینګ کې له مېشتو افغان محصلینو سره وکتل
په چین کې د افغانستان اسلامي امارت سفیر مولوي اسدالله بلال کریمي د ماسټري او دوکتورا دورې له یو شمېر افغان محصلینو سره وکتل.
په بیجینګ کې د افغانستان سفارت وایي، چې ښاغلي کریمي په دې کتنه کې ټینګار کړی، چې د سفارت دروازه به یې د محصلینو پرمخ خلاصه وي او هغوی ته د غوره خدمتونو وړاندې کولو په هڅه کې دي.
په دې کتنه کې افغان محصلینو له ښاغلي کریمي سره خپل نظرونه او وړاندیزونه شریک کړل.