له څه باندې ۵۰ زره علماو څخه د عالمیې مرحلمې د اسنادو ارزونې ازموینه واخیستل شوه

له څه باندې ۵۰ زره علماو څخه د عالمیې مرحلمې د اسنادو ارزونې ازموینه واخیستل شوه افغانستان
د ماسټري سند معادل اسناد ورکړل شي

لوړو زده کړو وزارت خبر ورکوي، چې د دې وزارت وزیر مولوي ندا محمد ندیم په کندهار ولایت کې د ازموینې په رسمي پرانسته کې ګډون کړی او په دې سره په ټول هیواد کې په اووه زونونو کې ازموینه واخیستل شوه. 

یاد وزارت ویلي، چې په دې ازموینه کې ۵۱ زره د عالمیې مرحلې علماوو ګډون کړی، چې په پوره روڼتیا سره به یې د دې ازموینې په ترڅ کې د اسنادو تثبیت تر سره شي. 

لوړو زده کړو وزارت ویلي، چې دغو علماوو ته به په ازموینې کې له بریا وروسته د ماسټري سند معادل اسناد ورکړل شي.

تړلي موضوعات