کندوز کې د څه باندې ۳ نیم میلیونه افغانیو په ارزښت یو چک ډېم جوړ شوی

کندوز کې د څه باندې ۳ نیم میلیونه افغانیو په ارزښت یو چک ډېم جوړ شوی بیارغونه او پراختیا
۷۵۰۰ متره مکعبه اوبو د ذخیره کیدو ظرفیت لري

د کلیو بیارغونې او پراختیا وزارت وایي، د کندز ولایت د خان آباد ولسوالۍ په زرد کمر کلي کې د څه باندې درې نیم میلیونه افغانیو په لګښت د یو چک ډېم د جوړېدو چارې بشپړې شوي. 

د دغې وزارت د خبرپاڼې له مخې دغه چک ډېم، چې ۳۰ متره اوږدوالی لري د څه باندې ۷۵۰۰ متره مکعبه اوبو د ذخیره کیدو ظرفیت لري. 

یاد وزارت زیاته کړې، چې د دې چک ډیم په جوړولو سره به په زرد کمر سیمه کې د باران روانې مهار او په مرسته یې د ځمکې لاندې اوبو ذخیرې پیاوړې شي. 

د یادونې وړ ده، چې اسلامي امارت په هیواد کې د روانو اوبو د کنټرول اود ځمکې لاندې اوبو ذخیرو پیاوړتیا په موخه د هیواد په ټولو ولسوالیو کې د یو یو چک ډېم په جوړولو سربیره د ځینې نورو برېښنا بندونو او چک ډیمونو د پاتې چارو د جوړېدو کارونه هم پیل کړي دي.

تړلي موضوعات