سرحدي ځواکونو ایران ته یوکس څه د پاسه ۸ لکه ډالرو د قاچاق په تور نیولی

سرحدي ځواکونو ایران ته یوکس څه د پاسه ۸ لکه ډالرو د قاچاق په تور نیولی افغانستان
تن ایران ته د ۷۰ زرو ډالرو د قاچاق په تور نیولی و

د کورنیو چارو وزارت خبر ورکړی، سرحدي ځواکونو په ابرېشم بندر کې یو تن چې غوښتل یې ۸لکه ۴سوه امریکایي ډالر د دې بندر له لارې ایران ته قاچاق کړي نیولی دی.

د یادونې ده، چې څو ورځې وړاندې هم سرحدي ځواکونو اسلام کلا بندر کې یو تن ایران ته د ۷۰ زرو ډالرو د قاچاق په تور نیولی و.

دا په داسې حال کې ده، چې امنیتي ځواکونو تر دې وړاندې هم د هېواد په بندرونو او کابل نړېوال هوایي ډګر کې د سلګونه زره بهرنیو اسعارو او زرګونه ګرامه ګران بیه ګاڼو د قاچاق مخه نیولې ده.

تړلي موضوعات