امنیتي ځواکونو څلور کسه له یوه اندازه نشه یي توکو سره نیولي
د پلازمینې کابل امنیه قومندانۍ له نشه یي توکو سره د مبارزې ځواکونو د کابل په کمپنۍ او پغمان سیمو کې د نشه توکو د قاچاق پر ضد بیلابیل عملیات ترسره کړي.
د خبرپاڼې له مخې په دې عملیاتو کې د نشه یي توکو پر ضد د مبارزې ځواکونو څلور تنه له ۲۶ کیلو ګرامه شیشې، یو عرادې موټر او نورو نشه یي توکو سره یو ځای نیولي دي.
امنیه قومنداني زیاته کړې، چې د دې نشه یي توکو په تړاو نیول شوي کسان به د لا نورو اجراتو په موخه اړوند قضایي ارګانونو ته وسپارل شي.
د یادونې وړ ده، چې د امیرالمؤمنین حفظه الله له لوري د نشه یي توکو د کښت او کار اوبار په وړاندې له بندیز لګیدو وروسته د دې توکو پر ضد د کورنیو چارو وزارت د نشه یي توکو پر ضد د مبارزې ځواکونو له لوري په ټول هیواد کې جدي مبارزه دوام لري.