پاکستان افغان سوداګرو مالونو په اړه خپله ژمنه لا نه ده عملي کړې

پاکستان افغان سوداګرو مالونو په اړه خپله ژمنه لا نه ده عملي کړې سوداګرۍ او اقتصاد
کراچۍ بندر

د افغانستان او پاکستان د سوداګرۍ ګډې خونې اجرایوي رئیس نقیب الله صافی حریت راډیو ته وايي، چې پاکستاني حکومت کراچۍ بندر کې د افغان سوداګرو شاوخوا ۴ زره کانټینرو بند پاتې مالونو ته د تلو اجازه نه ده ورکړې.

ښاغلی صافی زیاتوي، چې راتلونکو دوو یا درېیو ورځو کې به د دې بند پاتې مالونو ځینو کانټینرو ته د تلو اجازه ورکړل شي.

ټاکل شوې وه، چې دا بند پاتې مالونه د تېرې اونۍ له پیل راهیسې  پرېښودل شوي وی، خو پاکستان تر دمګړۍ اجازه نه ده ورکړې.

تړلي موضوعات