د تخنیکي او مسلکي زده کړو اداره خپل زر تنه ممتاز زده کړیالان په دندو ګماري

د تخنیکي او مسلکي زده کړو اداره خپل زر تنه ممتاز زده کړیالان په دندو ګماري افغانستان
له دغو برخو څخه ۳۶ زره زده کوونکي فارغ کړي دي

د هېواد د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې مسؤلینو په یو خبري کنفرانس کې ویلي، چې په راتلونکي کال کې خپلو زر تنو ممتازو فارغینو ته د کار زمینه برابروي.

د دې ادارې رئیس مولوي غلام حیدر شهامت په تدریج سره د مسلکي ښوونکو خلا ډکول، عملي دوره کې له زده کړیالانو سره په پروژو کې مرسته کول، په لېسو کې د ښوونیزو پروګرامونو په ښه ډول پلي کول او د زده کړیالانو ترمنځ سالم رقابت رامنځته کول د دې کاري فرصتونو رامنځته کولو اصلي لاملونه بللي دی.

د نوموړي په خبره، د تخنیکي او مسلکي زده کړو اداره په ۱۱ سکټورونو او ۷۲ برخو کې زده کوونکو ته زده کړې ورکوي، چې په روان کال کې یې له دغو برخو څخه ۳۶ زره زده کوونکي فارغ کړي دي.

ښاغلي شهامت زیاته کړې، چې په کندهار، هرات، ننګرهار او کابل ولایتونو کې کسبګرو لیکلې ژمنه ورسره کړې، چې سږ کال به ۲۵۹۰ تنه محصلین په دندو ګماري.

تړلي موضوعات