ترکمنستان سره د اقتصادي ودې او سوداګرۍ په پراختیا خبرې شوې
د افغانستان د صنعت او سوداګرۍ وزیر نورالدین عزیزي د ترکمنستان بهرنیو چارو وزیر، د وزیرانو شورا مرستیال، د نفت او ګازو، صنعت او سوداګرۍ او اوسپنې پټلۍ مسؤلینو سره کتلي دي.
یاد وزارت ویلي، په دې کتنو کې د اقتصادي اړیکو په پراختیا، ټرانزېټ، له جنوب سره د شمال نښلولو، لاجوردو لارې او د سوداګرۍ پراختیا او اقتصادي ودې په موخه د دواړو هېوادونو ظرفیتونو څخه په ګټې اخیستلو خبرې شوې دي.
د وزارت په خبره، چې په دې کتنو کې د ټاپي، ټاپ او نورو پروژو پر چټکتیا هم خبرې شوې دي.
د افغانستان اسلامي امارت د صنعت او سوداګرۍ وزیر په مشرۍ پلاوی څو ورځې وړاندې ترکمنستان ته سفر وکړ او هلته یې د افغان – ترکمن نندارتون کې د ګډون سربېره د دې هېواد له چارواکو سره په بېلابېلو برخو کې په دوه اړخیزو اړیکو په پراختیا خبرې اترې کړې دي.