د آمو سیند پر غاړه ۳۵۰ حرفوي زر وینځونکو ته اجازه لیکونه وېشل شوي

د آمو سیند پر غاړه ۳۵۰ حرفوي زر وینځونکو ته اجازه لیکونه وېشل شوي افغانستان
د غیرقانوني استخراج مخه نیول شوې ده

د کانونو او پټرولیم وزارت ویلي، چې هېوادوالو ته د کاري زمینې برابرولو په موخه د کندوز ولایت امام صاحب ولسوالۍ کې د آموسیند پرغاړه ۳۵۰ حرفوي زر وینځونکو ته اجازه لیکونه ورکړل شوي، چې ۲۵۰۰ کسانو ته د کار زمینه برابره شوې ده.

یاد وزارت ویلي، دغه اجازه لیکونه یې امام صاحب ولسوالۍ کې د امو سیند پر غاړه شهروان، کلبات، غروو، مذاکره، قلم ګذر، یک توت او سکی سیمو خلکو ته ورکړل شوي دي.

د یادونې ده، چې دا مهال په کندوز، بغلان، تخار او بدخشان ولایتونو کې د سرو زرو لویو کانونو سربېره د حرفوي زر وینځونکو لپاره هم ګڼې سیمې شتون لري، چې د کانونو او پټرولیم وزارت له لوري یې د غیرقانوني استخراج مخه نیول شوې ده.

دا په داسې حال کې ده، چې دا مهال د کانونو او پټرولیم وزارت له لوري د کانونو د استخراج په موخه له یو شمېر کورنیو او بهرنیو کمپنیو سره قراردادونو لاسلیک کېدو ترڅنګ حرفوي زر وینځونکو لپاره هم سلګونه جوازونه او اجازه لیکونه ورکړل شوي، چې زرګونو هېوادوالو ته په کې کاري فرصتونه هم برابر شوي دي.

تړلي موضوعات