د کابل ـ کندهار په لویه لار ترافیکي پېښه کې ۳۸ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې
د غزني ولایت امنیه قومندانۍ خبر ورکړی، چې د دې ولایت مرکز ته څېرمه ناني سیمه کې د کابل – کندهار په لویه لار په ترافیکي پېښه کې ۶ تنه هېوادوال شهیدان او ۳۲ تنه نور ټپيان شوي دي.
دغه مرګ ژوبله د یو ۴۰۴ ډوله بس او بار وړونکې مازدا د ټکر له امله رامنځته شوې ده، چې د یو شمېر ټپیانو وضعیت نازک ښودل شوی دی.
دا په داسې حال کې ده، چې روان کال په هېواد کې د موټر چلوونکو د بې احتیاطۍ او ترافیکي قوانینو نه مراعتولو له کبله ګڼې ترافیکي پېښي رامنځته شوې، چې سلګونو تنو ته په کې مرګ ژوبله اوښتې.