په افغانستان کې نشه يي توکو تولید او قاچاق کچه نږدې صفر ته رسېدلې

په افغانستان کې نشه يي توکو تولید او قاچاق کچه نږدې صفر ته رسېدلې افغانستان
د نشه یي توکو د بدیلو کښتونو د ترویج لپاره ښه زمینه برابره شوې

د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخوند د ملګرو ملتونو د نشه یي توکو او جرمونو پر وړاندې د مبارزې ادارې پخواني اجرائیوي رئیس پینو الارچي سره کتلي او په دې برخه کې یې د افغانستان او نړېوالې ټولنې پر راتلونکو ګډو همکاریو خبرې کړې دي.

ملا عبدالغني برادر په دې کتنه کې ویلي، اسلامي امارت د تېرو څه باندې دوه نیمو کلونو پر مهال په افغانستان کې د نشه‌ يي توکو د کښت او قاچاق پر وړاندې جدي مبارزه کړې، چې اوس مهال یې د تولید او قاچاق کچه نږدې صفر ته رسېدلې.

ښاغلي ملا برادر زیاته کړې، اسلامي امارت په زرګونو پر نشه یي توکو روږدي د درملنې په موخه راټول کړي او د کاري زمینې برابرولو لپاره یې ورته حرفوي زده کړو پروګرامونه پیل کړي دي.

نوموړي زیاته کړې، په افغانستان کې د یوه خپلواک او سرتاسري نظام په راتلو سره د نشه یي توکو د بدیلو کښتونو د ترویج لپاره ښه زمینه برابره شوې.

بلخوا په دې کتنه کې پینو الارچي ویلي، نړېواله ټولنه مکلفیت لري، چې افغان بزګرانو ته د کوکنارو د بدیلو کښتونو په وړاندې کولو په برخه کې له اسلامي امارت سره ګډه همکاري وکړي.

نوموړي زیاته کړې، غواړي په نږدې راتلونکي کې په کابل کې نړېوال کنفرانس جوړ کړي چې په ترڅ کې به یې افغان بزګرانو ته د بدیلو کښتونو وړاندې کولو په برخه کې د نړېوالو مالي ملاتړ راجلب کړي.

تړلي موضوعات