په هېواد کې د صادراتي سندونو د طی مراحل کېدو مرکز جوړېږي

په هېواد کې د صادراتي سندونو د طی مراحل کېدو مرکز جوړېږي سوداګرۍ او اقتصاد
د هېواد صادراتو ته دې ځانګړې پاملرنه وکړي

د اسلامي امارت د چارو ادارې لوی ریاست او د سوداګرۍ او پانګونې خونې ترمنځ د صادارتي سندونو طی مراحل کېدو مرکز د جوړېدو هوکړه لاسلیک شوه.

د چارو ادارې لوی ریاست د څارنې او پالیسۍ مرستيال مولوي عبدالولي حقاني ویلي، د دې مرکز په جوړېدو سره به په هېواد کې سوداګرو ته استانتیاوې برابرې شي.

همدراز د سوداګرۍ او پانګونې خونې سرپرست محمد یونس مهمند د دې مرکز جوړېدل یوه اړتیا بللې په خبره یې، چې په دې سره به د فساد مخنیوی وشي او د هېواد د صادراتو کچه به معلومه شي.

ښاغلي مهمند د اسلامي امارت له مسؤلینو غوښتنه کړې، چې د هېواد صادراتو ته دې ځانګړې پاملرنه وکړي.

دا په داسې حال کې ده، چې تر دې وړاندې افغان سوداګر دې برخه کې له یو شمېر ستونزو سره لاس او ګرېوان وو.

تړلي موضوعات