فاریاب کې پنځه ټنه تاریخ تېره توکي له منځه وړل شوي

فاریاب کې پنځه ټنه تاریخ تېره توکي له منځه وړل شوي افغانستان
پنځه ټنه تاریخ تېره توکي له منځه وړل شوي

د خوړو او درملو ملي اداره وایي، د فاریاب ولایت په دولت اباد ولسوالۍ کې له خوراکي او درملیزو تاسیساتو څخه د څارنې کارکوونکو په دې ولایت کې په تېره یوه اونۍ کې د پنځو ټنو په اندازه ۱۹۰ قلمه خوراکي او غیري خوارکي توکي راټول او له منځه وړي.

د خوړو او درملو ملي ادارې ویلي، دغه اندازه توکي یي له ۱۹۷ خوراکي او درملیزو تاسیساتو څخه راټول کړي دي.

دا په داسې حال کې ده، چې د خوړو او درملو ملي ادارې په هېواد کې د بې کیفیته او تاریخ تېره خوراکي توکو او درملو د مخنیوي په موخه ګړندۍ هڅې پیل کړې، چې په ترڅ کې یې په لسګونو ټنه تاریخ تېره توکي راټول او له منځه وړي دي.

تړلي موضوعات