بلخ کې د وروستیو اورښتونو له امله تر ۱۱ زرو زیات څاروي تلف شوي

بلخ کې د وروستیو اورښتونو له امله تر ۱۱ زرو زیات څاروي تلف شوي افغانستان
د اورښتونو له پیل راهیسې ۱۷۰ څاروي لېوانو داړلي دي

د بلخ ولایت ځایي مسؤلین خبر ورکوي، چې د وروستیو اورښتونو او سړې هوا له کبله ددې ولایت اوسېدونکو ته درانه مالي زیانونه اوښتي دي.

ځايي مسؤلین زیاتوي، چې د تېرو څو ورځو پر مهال د بلخ ولایت په بیلابیلو ولسوالیو کې ۱۱ زره ۴۱۸ څاروي مړه شوي دي.

ها خوا د سمنګان امنیه قومندانۍ په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې د اورښتونو له پیل راهیسې ۱۷۰ څاروي لېوانو داړلي دي. 

د خبرپاڼه له مخې په څارویو کې پر یوې خپرې شوې ناروغۍ سربېره په دې وروستیو کې د لېوانو زیاتوالی بله هغه ستونزه ده، چې له امله یې شپانه او مالدارن له ګڼو ستونزو سره مخ کړي دي. 

په خبرپاڼه کې راغلي، چې وروستیو ورځو کې ۱۷۰ څاروي لېوانو داړلي، ۷۰۰ نور د یخ او طبیعي پېښو له امله مړه شوي، چې مسؤلینو یې د ژغورنې لپاره جدي اقدامات پيل کړي.

تړلي موضوعات