له بېلابېلو زندانونو څخه ۴۰ تنه افغان زندانیان ازاد شوي

له بېلابېلو زندانونو څخه ۴۰ تنه افغان زندانیان ازاد شوي افغانستان
له خلاصېدو وروسته هېواد ته انتقال شوي

په کراچۍ کې افغان قونسلګرۍ خبر ورکړی، چې د سند ایالت له بېلابېلو زندانونو څخه ۴۰ تنه افغان زندانیان ازاد شوي. 

افغان قونسلګرۍ ویلي، چې د یوې مېرمنې په ګډون ۴۰ تنه دا افغان زندانیان له خلاصېدو وروسته هېواد ته انتقال شوي. 

په ورته مهال په کراچۍ کې افغان قونسلګرۍ زیاته کړې، چې تر دې مهاله یې په هڅو سره د ښځو او ماشومانو په ګډون ۳۲۶۱ تنه افغان زندانیان خلاص او په دولتي امکاناتو هېواد ته را لېږل شوي. 

د یادونې وړ ده، چې تېر کال د پاکستان حکومت له ټول پاکستان څخه د افغان کډوالو د ایستلو لړۍ پیل کړه، چې په ترڅ کې یې په سلګونو زره کورنۍ افغان کډوال په جبر هیواد ته را ستانه کړل او په زرګونو نور یې د قانوني اسنادو نه لرلو له امله زندانونو کې بندیان کړل.

تړلي موضوعات