شهباز شریف د پاکستان د نوي لومړي وزیر په توګه وټاکل شو
د پاکستان د مسلم لیګ (ن) ګوند نوماند، شهباز شریف نن (یکشنبه) د یاد هیواد د پارلمان لخوا د ۲۰۱ مثبو رایو په اخیستو سره د دویم ځل لپاره د دې هېواد د لومړي وزیر په توګه وټاکل شو.
پاکستاني ډیلي جنګ راپور ورکړی، چې د شهباز شریف سیال د تحریک انصاف غړي عمر ایوب د ۹۲ رايو په ترلاسه کولو سره ونه توانېد چې د پاکستان د لومړي وزیر څوکۍ ترلاسه کړي.
د نواز شریف په مشرۍ د مسلیم لیګ ن ګوند د بلاول بوټو په مشرۍ د خلکو حزب سره تر هوکړې وروسته د ایتلافي حکومت جوړېدو لپاره د لومړي وزیر څوکۍ ته نوماند کړ، چې نوموړي د پارلمان له لوري د ۲۰۱ رایو په ترلاسه کولو سره د ۲۴ لومړي وزیر او د پاکستان د مجلس ۱۶ رهبر په توګه وټاکل شو.