د سالنګ لویه لار کې د واورې اندازه درې مترو ته رسېدلې؛ لار لا هم تړلې

د سالنګ لویه لار کې د واورې اندازه درې مترو ته رسېدلې؛ لار لا هم تړلې افغانستان
د تړل شویو لارو له پاکولو څخه هم خبر ورکړی دی

د ټولګټو وزارت وایي، د سالنګ لویه لاره د واورې ورېدو او د لیدلو محدودې ساحې له کبله به د څلورمې ورځې لپاره هم د ترافیکو پرمخ تړلې وي، چې تونل ته نږدې د واورې اندازه درېیو مترو ته رسېدلې ده.

د ټولګټو وزارت ویاند محمداشرف حق شناس ویلي، په دې لار د وروستیو واورو له کبله په بېلابېلو سيمو کې ۲۵ ځايه واورې ښوېدو پېښې رامنځته شوې دي.

ښاغلي حق شناس زیاته کړې، د دې لارې د پاکولو چارې د تېرې شپې راهیسې پیل شوې، چې د طوفان نه پيلېدو په صورت کې به په دغه مسیر د مسافر وړونکو موټرو لپاره یو تېرېدونکی خط خلاص شي.

همداراز نوموړي د بامیانو، دایکندي، غزني او نورستان ولایتونو کې د تړل شویو لارو له پاکولو څخه هم خبر ورکړی دی.

تړلي موضوعات