۲۰۵ البدر قول اردو کې ۵۰ عرادې نظامي وسایط رغول شوي

۲۰۵ البدر قول اردو کې ۵۰ عرادې نظامي وسایط رغول شوي افغانستان
لسګونو زره پوځي وسایط بیا جوړ او ګټې اخیستنې ته چمتو شوي دي

ملي دفاع وزارت خبر ورکړی، د ۲۰۵ البدر قول اردو اړوند د درېیمې سرحدي عبیده لوا کې د تخنیک امریت ورکشاپ کې ۵۰ عرادې نظامي مسایط ترمیم او ګټې اخیستنې ته وسپارل شول. 

په دغو وسایطو کې ۴۵عرادې هاموې ټانګونه او ۴ عرادې انټرنېشنل کاماز موټر شامل دي. 

د یادونې ده، چې څو ورځې وړاندې ۳۱۳ مرکزي قول اردو هم د نږدې ۶ زره پوځي وسایطو له رغولو څخه خبر ورکړی و. 

دا په داسې حال کې ده، چې تر دې مهاله دهېواد په پوځي مرکزونو کې په لسګونو زره پوځي وسایط بیا جوړ او ګټې اخیستنې ته چمتو شوي دي.

تړلي موضوعات