ایران ته د ۷۰ زره ډالرو قاچاق مخنیوی

ایران ته د ۷۰ زره ډالرو قاچاق مخنیوی افغانستان
ایران ته د ۷۰ زره ډالرو قاچاق مخنیوی

د کورنیو چارو وزارت خبر ورکړی، چې ایران هېواد ته د ۷۰ زره ډالرو د قاچاق مخنیوی شوی دی.

یاد وزارت زیاته کړې، چې افغان سرحدي ځواکونو اسلام کلا بندر کې د هرات هغه اوسېدونکی نیولی، چې غوښتل یې یاد زرګونه ډالر ایران هېواد ته قاچاق کړي.

د یادونې وړ ده، چې تېره ورځ ننګرهار کې د دې ولایت ګمرک منسوبینو ۵ زره او ۸۸ کیلو ګرامه چاودېدونکي توکي امونیم نایټریټ نیولي وو، چې له ګاونډي هېواد پاکستان څخه په پټه افغانستان ته راوړل کېدل.

تړلي موضوعات