پنجشېر ته د تېرې ادارې له ۵۰۰ زیات نظامي او ملکي کارمندان راستانه شوي
د پنجشېر ولایت ځایي مسؤلینو خبر ورکړی، چې دې ولایت ته د تېرې ادارې له ۵۰۰ زیات نظامي او ملکي کارمندان، چې له هېواده بهر تللي وو بېرته راستانه شوي دي .
د پنجشېر ولایت د اطلاعاتو کلتور ریاست د دغه ولایت والي حافظ محمد اغا حکیم له قوله ویلي، چې وروستیو څو میاشتو کې له ۵۰۰ زیات د تېرې ادارې کسان بېرته دغه ولایت او خپلو کورنیو ته راستانه شوي او پر عادي ډول خپل ژوند پرمخ وړي.
راستانه شوي کسان له اسلامي امارت غواړي، چې دوی ته د کار زمینه برابره کړي او له نورو بهر ته تللو هېوادوالو هم غواړي، چې بېرته خپل هېواد ته راوګرځي او د وطن له موجوده امن څخه خوند واخلي.
پنجشېر ته دا سلګونه راستانه شوي هېوادوال داسې حال کې له حکومت څخه د کاري زمینې برابرېدوغوښتنه کوي، چې دمګړۍ د پنجشېر زمردو کانونو استخراج چارو کې شاوخوا ۱۰ زره پنجشیري هېوادوالو ته د کار زمینه برابره شوې ده.