د افغانستان بانک: هیڅ شرکت ته د انلاین صرافۍ جواز نه دی صادر شوی

د افغانستان بانک: هیڅ شرکت ته د انلاین صرافۍ جواز نه دی صادر شوی سوداګرۍ او اقتصاد
د انلاین سوداګرۍ لپاره جوړ شوی انځور

د افغانستان بانک خبر ورکړی، چې په هېواد کې یو شمير وګړي د انلاین صرافۍ په نوم مالي معاملې ترسره کوي او AgiGpt-QT4 فورسیج او داسې نور په بازار کې فعالیت لري.

د افغانستان بانک په دې اړه ویلي، چی تر اوسه هیڅ شخص یا شرکت ته د انلاین صرافۍ د فعالیتونو جواز صادر شوی نه دی او دا ډول فعالیتونه غیري قانوني ګڼل کېږی.

یادې حکومتي ادارې له هېوادوالو غوښتي، چې د یادو معاملو د خطرونو، زیانونو او بعدي مسؤليتونو په پام کې نیولو سره دې له دغه ډول شرکتونو او وګړو سره د انلاین معاملو له ترسره کولو څخه ډډه وکړی.

د یادونې ده، چې وروستیو کې هېواد کې AgiGpt-QT4 انلاین صرافي معاملاتو ته د ګڼو ځوانانو پام ور اوښتی او پانګونه په کې کوي؛ چې د افغانستان بانک هېوادوالو ته ویلي، چې د داسې انلاین معاملو له ترسره کولو ډډه وکړئ.

تړلي موضوعات