کندهار کې هوايي ځواکونو سېلاب کې ایسار هېوادوال ژغورلي
د ۲۰۵ البدر قول اردو مطبوعاتي دفتر خبر ورکړی، چې د کندهار ښورابک ولسوالۍ کې هوايي ځواکونو د چورلکې په مرسته هغه دوه تنه هېوادوال ژغورلي، چې درې ساعته په سېلاب کې بند پاتې وو.
یاده سرچینه زیاتوي، چې ژغورل شوي هېوادوال په بېړني ډول ساحوي روغتون ته انتقال شوي دي.
د یادونې وړ ده، چې کندهار کې د وروستیو اورښتونو له امله پراخ سېلابونه راوتلي، چې ۱۵۰ کورونه یې تخریب کړي او د دې ولایت میوند ولسوالۍ کې یې یو ماشوم شهید کړی دی.