هرات نړېوال هوايي ډګر د الوتنو پر مخ پرانېستل شو

هرات نړېوال هوايي ډګر د الوتنو پر مخ پرانېستل شو افغانستان
هرات نړېوال هوايي ډګر

د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت خبر ورکړی، چې د هرات نړېوال هوايي ډګر د الوتنو پر مخ پرانېستل شوی او دمګړۍ الوتنو ته چمتو دی.

یاد وزارت وايي، چې د وروستیو پرلپسې واورو ورېدو له کبله دې هوايي ډګر کې الوتنه او کېناستنه نه شوه ترسره کېدلای او د پيلوټ لپاره د ليدلو ساحه کمه وه؛ چې له دې امله الوتنې ځنډول شوې وې.
د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت زیاته کړې، چې تل هڅه کوي ترڅو د نړېوالو اصولو سره سم معياري خدمتونه وړاندې کړي.

د یادونې ده، چې له تېرې اونۍ راهیسې هېواد کې یو ځل بیا د سختو اورښتونو څپه پیل شوې ده، چې لا هم د هېواد نږدې ټولو ولایتونو کې اورښت پیل دی او یا یې اټکل دی.
#حریت_راډيو
زموږ ټلیګرام سره یوځای شئ: https://t.me/HurriyatPa

تړلي موضوعات