د غور ولایت د سرب او جستو قرارداد لاسلیک شو

د غور ولایت د سرب او جستو قرارداد لاسلیک شو سوداګرۍ او اقتصاد
د سرب او جستو لومړی بلاک او د درېیم بلاک نیمې برخې قرار داد لاسلیک کړ

د کانونو او پټرولیم وزات ویاند همایون افغان وایي، د کانونو او پټرولیم وزیر شیخ شهاب الدین دلاور له دوو کورنیو شرکتونو سره د غور ولایت د سرب او جستو لومړی بلاک او د درېیم بلاک نیمې برخې قرار داد لاسلیک کړ.

همایون افغان په خپله اېکس پاڼه ویلي، د دې تړون د لومړي بلاک قراردادي شرکت مکلف دی چې په کلني ډول ۱۵۰ زره ډالره په ټولنیزو خدماتو او د کندهار ارغنداب ولسوالۍ څخه د ارزګان مرکز ترینکوټ ښار پورې د ۲۰۹ کیلومټره سړک په جوړولو مصرف کړي.

همداراز د درېیم بلاک نیمې برخې قراردادي شرکت مکلف دی چې ۸ میلیونه ډالر به د ټولنیزو خدمتونو او د هرات ـ غور لارې او له هرات څخه تر مزار شریف پورې د حلقوي سړک په رغولو مصرفوي.

د کانونو او پټرولیم وزارت د معلوماتو له مخې د دې کان د هر بلاک استخراج او د دغو پروژو په پلي کولو سره به شپږ زرو تنو ته په مستقیم او غیري مستقیم ډول د کار زمینه برابره شي.

تړلي موضوعات