د ټاپي نل لیکې لومړی فاز به ژر پیل او بشپړ شي

د ټاپي نل لیکې لومړی فاز به ژر پیل او بشپړ شي سوداګرۍ او اقتصاد
د ټاپي پروژې او افغانستان ته د مایع ګازو د لېږد په اړه خبرې کړې دې

د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر مولوي امیرخان متقي ترکمنستان ته دسفر په ترڅ کې د نفتو او ګازو په چارو کې د ترکمنستان وزیرانو شورا مرستیال باتر امانوف سره کتلي.

په دې کتنه کې دواړو لوریو د ټاپي پروژې او افغانستان ته د مایع ګازو د لېږد په اړه خبرې کړې دې.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر ویلي، اسلامي امارت د ټاپي پروژې د چارو پیل ته پوره ژمنتیا لري په خبره یې، تر هرات ولایت پورې به د دغې نل لیکې لومړی فاز ژر پیل او بشپړ شي.

بلخوا په دې کتنه کې باتر امانوف ویلي، د ټاپي پروژه ترکمنستان ته ځانګړی اهمیت او لومړیتوب لري.

نوموړي هیله څرګنده کړې، د ټاپي پروژې اړوند پر شوو هوکړو کار ژر وروستی شي تر څو د افغانستان په خاوره کې د یادې نل لیکې د کار پرانېسته وشي.

تړلي موضوعات