د ا.ا په واکمنۍ سره سوداګري په غوړېدا او اقتصاد په ښه کېدو دی

د ا.ا په واکمنۍ سره سوداګري په غوړېدا او اقتصاد په ښه کېدو دی سوداګرۍ او اقتصاد
سوداګرو ته د لازمو استانتیاوو برابرولو لپاره لازم اقدامات کوي

د هېواد پمپ سټېشنونو اتحادیې او یو شمېر سوداګرو د ریاست الوزراء اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي سره په کتنه کې ویلي، په ټول هېواد کې سوداګر او پانګوال په پوره ډاډ کار او رځنۍ چارې پر مخ وړي.

دغو سوداګرو ویلي، د اسلامي امارت په واکمنېدو سره په هېواد کې سوداګري په غوړېدا او اقتصاد مخ په مخ په ښه کېدو روان دی.

په دې کتنه کې ادارې مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي ویلي، د سوداګرو سر او مال د امنیت ټینګښت، د اقتصادي زمینو پراختیا او د هېوادوالو لپاره د لازمو اسانتیاوو برابرول د اسلامي امارت لومړیتوب دی.

نوموړي زیاته کړې، چې اسلامي امارت د ټولو پانګوالو هرکلی کوي  او سوداګرو ته د لازمو استانتیاوو برابرولو لپاره لازم اقدامات کوي.

افغان سوداګر داسې مهال په هېوا د سوداګرۍ او اقتصادي ودې خبره کوي، چې اسلامي امارت تر بل هر وخت په هېواد کې د پانګونې او سوداګرو ته د اسانتیاوو رامنځته کولو په برخه کې کوټلي ګامونه اوچت کړي دي.

تړلي موضوعات