بلوچستان کې د سختو بارانونو اورېدل؛ د باراني او سېلابي اوبو له امله یو شمېر کورونه له اوبو ډک شوي

بلوچستان کې د سختو بارانونو اورېدل؛ د باراني او سېلابي اوبو له امله یو شمېر کورونه له اوبو ډک شوي سیمه
د ګوادر اوسېدونکو خلکو ژوند اغېزمن کړی دی

پاکستاني رسنۍ وایي، چې د تېرو ۲۴ ساعتونو پر مهال د پاکستان هېواد پر بلوچستان ایالت کې سخت اورښتونه او سېلابي اوبه د دې سبب شوې ، چې د دې ایالت ګوادر بندر ښار کې ګڼ کورونه اوبو کې ډوب شي. 

د دغه هېواد ډیلي جنګ خبري شبکه وایي، چې یاد بندر کې د زیاتو اورښتونو له امله وضیعت بېړنی دی او ډيری موصلاتي لارې ، د استوګنې کورونه، کرنیزې ځمکې او د دې ښار بېلابېلې سیمې تر اوبو لاندې شوې. 

د پنجاب ایالت چارواکي وایي، چې د تېرو دوو ورځو پرلپسې اورښتونو د ګوادر اوسېدونکو خلکو ژوند اغېزمن کړی دی.

دوی له پاکستان حکومت غوښتي، چې له هر څه وړاندې دیادې سیمې د اوسېدونکو ستونزو ته رسیدنه وکړي.

تړلي موضوعات