بغلان کې د ډبرو سکرو پلور له درکه څه باندې ۱۷۹ میلیونه افغانۍ عواید راټول شوي

بغلان کې د ډبرو سکرو پلور له درکه څه باندې ۱۷۹ میلیونه افغانۍ عواید راټول شوي بیارغونه او پراختیا
د ډبرو سکاره

د بغلان د شمال ډبرو سکرو تصدۍ ریاست مسؤلینو خبر ورکړی، چې یادې تصدۍ د روان کال ۱۱ میاشتو کې د ډبرو سکرو پلور له درکه ۱۷۹ میلیونه او ۹۸۵ زره افغانۍ عواید راټول کړي او د دولت خزانې یې سپارلي دي.

د دې تصدۍ مسؤلین زیاتوي، چې دا عواید د تاله او برفک ولسوالۍ له سکرو څخه راټول شوي دي.

د یادې تصدۍ مسؤلین د ډبرو سکرو راټولولو بهیر کې د شفافیت ډاډ ورکوي او زیاتوي، چې زموږ څارونکي ټیمونه په دوامداره توګه په یادې ولسوالۍ کې د ډبرو سکرو د استخراج او د پیسو د راټولولو د څرنګوالي څارنه کوي.

د یادونې وړ ده، چې بغلان کې ګڼ د ډبرو سکرو کانونه شتون لري، چې دولتي خزانې ته د عوایدو جمع کېدو سربېره ګڼو هېوادوالو ته په کې د کار زمینه برابره شوې ده.

تړلي موضوعات