د اورګاډي پواسطه د حیرتان له لارې نږدې ۳ میلیونه ټنه انتقالات شوي

د اورګاډي پواسطه د حیرتان له لارې نږدې ۳ میلیونه ټنه انتقالات شوي سوداګرۍ او اقتصاد
د حیرتان له لارې په اوسط ډول هره ورځ ۱۰ زره ټنه انتقالات کېږي

د اوسپنې پټلۍ ملي ادارې خبر ورکړی، چې تېرو ۱۱ میاشتو کې د اورګاډي پواسطه د حیرتان بندر له لارې ۲.۸ میلیونه ټنه انتقالات ترسره شوي دي، چې صادرات، واردات او ټرانزېټ په کې شامل دی.

د بلخ اوسپنې پټلۍ ادارې رئیس مولوي محمد شفیق محمد په دې اړه ویلي، چې دمګړۍ د حیرتان له لارې په اوسط ډول هره ورځ ۱۰ زره ټنه انتقالات کېږي.

نوموړي زیاته کړې، چې تېر ۱۴۰۱ کال کې د حیرتان بندر له لارې ۳.۴ میلیونه ټنه انتقالات شوي وو.

د ښاغلي رئیس په خبره، د حيرتان مسير په بشپړ ترمیم او فعالېدو سره به سوداګرو ته لازياتې اسانتیاوې برابرې شي، ترڅو وکولای شي ددې مسير له لارې په پوره ډاډ او خوندیتوب سره خپل سوداګریز توکي صادر او وارد کړي.

دا په داسې حال کې ده، چې د حيرتان ــ مزارشريف د ۷۵ کيلومتره اوسپنې پټلۍ مسير پروژې د بيارغونې چارې تېره اونۍ د افغانستان د اوسپنې پټلۍ ادارې په مالي لګښت او ازبکستان د اوسپنې پټلۍ ادارې په همکارۍ پيل شوې، چې د ۳ مياشتو په موده کې به په بشپړ ډول ترمیم شي.

تړلي موضوعات