سروبي کې د ۶۳ سېټه موبایلونو غلا په تور یو کس نیول شوی

سروبي کې د ۶۳ سېټه موبایلونو غلا په تور یو کس نیول شوی افغانستان
د موبایلونو په تړاو نیول شوی کس

د کابل امنیه قومندانۍ مطبوعاتو او عامه اړیکو دفتر خبر ورکړی، چې امنیتي ځواکونو د کابل سروبي ولسوالۍ کې دوه تنه د بېلابېلو جرمونو په تور نیولي دي.

یاده سرچینه وايي، چې د یادو کسانو له ډلې یې یو تن د عبدالسلام په نوم د موبایلونو د غلا په تور له ۶۳ سېټه موبایلونو سره او یو بل تن د یوې قیمتي ډبرې د قاچاق په تور لاس په لاس نیول شوي دي.

د سروبي ولسوالۍ جنايي مدیر عاجز الرحمن اسامه په دې اړه ویلي، چې عبدالسلام د کاپیسا ولایت اوسېدونکی دی او خپله سیمه کې یې غلا شوي موبایلونه کابل ته را انتقالول چې امنیتي ځواکونو سروبي کې نیولی دی.

د دې ولسوالۍ جنايي مدیر همدارنګه ویلي، چې پولیسو یوه عراده فلانکوچ ډوله موټر هم چې له خوست ولایت څخه غلا شوی و، د اوپراتیفي معلوماتو پر اساس یې په یوه موټر فروشي کې نیولی او خپل څښتن ته یې سپارلی.

د یادونې ده، چې امنیتي ځواکونو دوه ورځې وړاندې د کابل لسمه حوزه کې هم درې تنه د غلا او جعل کارۍ په تور نیولي وو.

تړلي موضوعات