سالنګ لویه لار د ترافیکو پرمخ پرانیستل شوه
د ټولګټو وزارت وایي، د سالنګ لویه لار چې د درنو واورو، طوفان او لید محدودې ساحې له کبله تړل شوې وه بیرته د ترافیکو پرمخ خلاصه شوه.
د دې وزارت ویاند محمد اشرف حق شناس ویلي، دغه لار نن چهارشنبې د سهار په ۷ بجې د سالنګونو د ساتنې او مراقبت پرسونل ماشینري له لوري خلاصه شوه.
ښاغلي حق شناس ویلي، لا هم په ځینو سیمو کې کمه واورې ورېږي چې د زیاتېدو او طوفان په صورت کې به دغه لار د ورځې په جریان کې په وقفه یې ډول بیرته وتړل شي.
د سالنګ لویه لار د یکشنبې په ورځ د درنې واورې او طوفان له کبله د هر ډول موټرو په پرمخ تړل شوې وه.