تازه د پنجشېر نږدې ۷ زره قیراطه زمرد پلورل شوي

تازه د پنجشېر نږدې ۷ زره قیراطه زمرد پلورل شوي سوداګرۍ او اقتصاد
لس زرو پنجشېري هېوادوالو ته د کار زمینه هم برابره شوې ده

د کانونو او پټرولیم وزارت ویاند همایون افغان وایي، په ۱۴م پړاو داوطلبي کې ۶۸۸۷ قیراطه په اندازه زمرد په ۴لکه ۱۷ زره او ۲۵۰ امریکایي ډالره وپلورل شول.

همایون افغان ویلي، د زمردو ۱۴م پړاو داوطلبي د پنجشېر ولایت د مقام تالار کې د والي، سیمه ییزو ادارو مسئولینو، کان کېندونکوو، رسنیو او ۲۰۰ ملي سوداګرو په شتون کې په پوره روڼتیا ترسره شوه.

د یاد وزارت دمعلوماتو له مخې تر اوسه یې د ۳ میلیونه ۵۳۳ زره ډالرو په ارزښت ۴۷۴۷۵ قیراطه په اندازه زمرد پلورلي چې د اسلامي امارت ونډه په کې ۱۰ سلنه دی.

د پنجشېر د زمردو په استخراج کې لس زرو پنجشېري هېوادوالو ته د کار زمینه هم برابره شوې ده.

دا په داسې حال کې ده، چې تر دې وړاندې د پنجشېر ولایت زمرد د سیمه ییزو زورواکانو له لوري په غیرقانوني ډول استخراج او پلورل کېدل، چې د اسلامي امارت له واکمنېدو سره یې د استخراج کارونه په پوره ورڼتیا ترسره کېږي او د حکومت تر څارنې لاندې داوطلبي ته وړاندې کېږي.

تړلي موضوعات