په افغانستان کې بندیان له خپلو انساني حقونو برخمن دي

په افغانستان کې بندیان له خپلو انساني حقونو برخمن دي افغانستان
د اسلامي چوکاټ په رڼا کې ورسره چلند کېږي

د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر د افغانستان لپاره د سره صلیب بین المللي کمېټې د پروګرامونو له رئیسې مارتین دې بور سره په کتنه کې ویلي، د اسلامي امارت ځواکونه هڅه کوي چې هیڅوګ بې ګناه یا هم د ژبني او قومیت پر بنسټ زنداني نه کړي.

مولوي عبدالکبیر په دې کتنه کې ویلي، د اسلامي امارت ترحاکمیت لاندې بندیان له خپلو انساني حقونو برخمن شوي او د اسلامي چوکاټ په رڼا کې ورسره چلند کېږي.

بلخوا په دې کتنه کې سره صلیب کمېټې د برنامو مشرې مارتین دې بور د خپلو همکاریو او مرستو د دوام ډاډ ورکړی دی.

د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال داسې مهال دغه څرګندونې کوي، چې دا مهال په هېواد کې زندانونه د زده کړو په مرکزونو بدل شوي او زندانیانو ته د ربړلو پرځای د قرانکریم حفظ ترڅنګ نورې اسلامي او حرفوي زده کړې هم ورکول کېږي.

تړلي موضوعات