یو ځل بیا د شاوخوا ۸ میلیارده افغانیو په ارزښت پروژې منظورې شوې
د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخوند په مشرۍ د ملي تدارکاتو کمېسیون نن د شاوخوا ۸ میلیارده افغانیو په ارزښت د ۲۵ پروژو قراردادونه منظور کړل.
د ملي تدارکاتو کمېسیون په نوبتي غونډه کې ۳۱ پروژې د منظورۍ لپاره وړاندې شوې وې، چې له دې ډلې یې د ۲۵ پروژو قراردادونه منظور، د پنځو نورو یې لغوه او د یوې پروژې قرارداد بیاځلې ازادې داوطلبۍ ته وړاندې شوی دی.
د ریاست الوزراء اقتصادي معاونیت په دې اړه وايي، چې په منظور شویو پروژو کې د غزني ولایت د ۱۰۰ بستریز روغتون د پاتې ساختماني چارو بشپړول، د بخش آباد بند د انحرافي تونلونو پاتې چارې تکمیلېدل، د کابل ښار د یو شمېر داخلي سړکونو بیارغونه، د کمال خان بند د درېیمې برخې پاتې چارو بشپړول او یوشمېر نورې پروژې شاملې دي، چې په پلې کېدو سره به یې سلګونو هېوادوالو ته کاري فرصتونه برابر شي.